EnglishPoliticsافغانستانکندهار

د فرهنګ او هنر نوي معین دنده پیل کړه — Bakhtar

DevelopingPoliticsکندهار1 SourcesUpdated: 2026-07-26 20:42:33🎙 Listen to radio

Summary: شیخ عبدالرحمن طیبي چې په دغو وروستيو کې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر د معین په توګه ټاکل شوی دی؛ نن د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي شو او دنده يې پيل کړه. په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شېراحمد حقاني او د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال، د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د وزارت سلاکارانو، رئیسانو او د امارتي ادارو يو شمېر مسوولینو ګډون کړی و. د غونډې په پیل کې د چارو ادارې مرستیال مولوي سیف‌الدین تائب، د نوي معین د تقرر حکم لوستی او ویلي يې دي چې په نظام کې ادلون او بدلون یو اصل دی او دا ډول بدلونونه د چارو د لا ښه والي لپاره ترسره کېږي. هغه زیاته کړې چې د اسلامي امارت بریا، د اطاعت پر اصل ولاړه ده. وروسته، د اطلاعاتو او کلتور وزیر د فرهنګ او هنر د مخکېني معین مولوي عتیق‌الله عزیزي خدمتونه ستایلي او ویلي یې دي چې دا بدلون یوازې د چارو د لا ښه تنظیم او پرمختګ په موخه ترسره شوی دی. شیخ شېراحمد حقاني، همدا رنګه د مسئولیت‌منلو او اطاعت پر اهمیت خبرې کړې او په دې برخه کې يې اړینې سپارښتنې کړې دي. دغه راز د فرهنګ او هنر نوي معین ویلي چې د اسلامي امارت د بریا اساس د مشرتابه اطاعت دی او هره پرېکړه چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري کېږي؛ د ټولو مسئولینو او غړيو له خوا په بشپړه توګه عملي کېږي. هغه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له باور څخه مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې ورسپارل شوی مسئولیت به په پوره صداقت، ژمنتیا او اخلاص سره ترسره کړي. شیخ عبدالرحمن طیبي، همدا رنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسئولینو او کارکوونکو څخه غوښتي چې د چارو د لا ښه ترسره کېدا او سمون لپاره، ورسره پوره همکارۍ وکړي. هېره دې نه وي چې شیخ عبدالرحمن طیبي، تر دې وړاندې د کندهار‌ پوهنتون د رئيس په توګه دنده ترسره کوله.

Quick facts

Locationکندهار
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-07-26 20:42:33

Timeline

  1. Bakhtar

    د فرهنګ او هنر نوي معین دنده پیل کړه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-26 15:40:38

د فرهنګ او هنر نوي معین دنده پیل کړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button