په بدخشان کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په زیباک، یفتل او درایم ولسوالیو کې د طالبانو او آزادۍ جبهې ترمنځ نښتې ځای ځای، دوام لري. د سرچینو په وینا، تېره شپه د زیباک ولسوالۍ په څو سیمو کې څو ساعته جګړه وشوه او په درایم ولسوالۍ کې هم د ډزو غږونه اورېدل شوي دي. خو طالبان وایي چې په بدخشان او د دې ولایت په زیباک ولسوالۍ کې، امنیتي وضعیت په بشپړه توګه د دوی تر کنټرول لاندې دی او ادعا کوي، چې وسلهوال مخالفین یې ځپلي دي. بلخوا، د ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې په زیباک ولسوالۍ کې یې د طالبانو ځینې پوستې او اډې نیولي دي. طالبان او د ازادۍ جبهه، دواړه یو بل ته د مرګژوبلې د اړولو ادعاوې هم کوي.
لنډ معلومات
ځایبلخ
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-26 20:42:38
مهالوېش
-
Amu TV
د ۱۴۰۵ د زمری ۴ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون