کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۵): په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې پرلهپسې شپې لپاره پر ایران بریدونه درولي، څو ډیپلوماتیکو هڅو ته لا ډېره زمینه برابره شي؛ هممهاله ایران هم په سیمه کې پر امریکايي اډو د بریدونو درولو خبر ورکړی دی. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز پرون (یکشنبه) له فاکس نیوز سره خبرو کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې پرلهپسې شپې لپاره پر ایران بریدونه درولي، څو ډیپلوماتیکو هڅو ته د لا زیاتو فرصت برابرېدو زمینه برابره شي. هغه ویلي: «ولسمشر خبرو اترو ته فرصت ورکوي او د مذاکراتو بهیر ته یې لږ وخت ورکړی دی.» نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ټرمپ اوس مهال د جګړې له پراخولو ډډه کړې؟ ویلي: «زه داسې برداشت نه لرم؛ ولسمشر ټول انتخابونه پر مېز اېښي دي.» له دې سره هممهاله، د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمينیا هم په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ویلي چې تهران د دغه اقدام په غبرګون کې په سیمه کې پر امریکايي اډو خپل «غچاخیستونکي بریدونه» درولي دي. هغه زیاته کړې چې په تېرو ۱۵ ورځو کې د ایران د پوځ ستراتیژي د امریکا پر وړاندې «غچاخیستونکې» وه، څو «د امریکایانو د ژمنې د دوامداره ماتولو» مخه ونیول شي. اکرمينیا زیاته کړې چې پوځ هڅه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
امریکا او ایران پر یو بل د بریدونو له درولو خبر ورکړی