Summary: هلمند کې د ګمرکاتو ریاست د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې ۲۲ زره ۲۲۲ کیلوګرامه خوراکي او غیر خوراکي توکي چې له غیر قانوني لارو افغان بازارونو ته وارد کېدل ونیول شول. دغه توکي د یاد ریاست د ګرځنده ټیمونو په هڅو د لښکرګاه په ګډون ګرمسېر او بهرامچې ولسوالیو کې نیول شوي دي.د فرعي ګمرکاتو رئیس حاجي حقمل باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې يو شمېر کسانو د ۱۰ بار وړونکو موټرو په واسطه غوښتل یاد لسګونه زره کیلوګرامه توکي په غیرې قانوني ډول هلمند ته را واړوي چې د اړوندو ټیمونو له لوري یې مخه ونیول شوه.نوموړي ویلي، چې د دې توکو په تړاو ۱۳ تنه نیول شوي چې تر پلټنو وروسته به اړوندو ارګانونو ته ور پېژندل شي.د اسلامي امارت مسوولینو په وار وار ویلي، چې پر واردوونکو توکو بشپړ څار لري او د هغو کسانو په وړاندې نرمي نه ښيي چې موخه یې افغان بازارونو ته له غیر قانوني لارو د توکو لېږدول وي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
هلمند کې ۲۲ ټنه غیر قانوني توکي ونیول شول