Summary: د غزني ولایت کې د تکواندو د ازادو سیالیو څلورم پړاو د افغانستان د تکواندو لوبډلې د کپتان محسن رضایي له خوا د آسیا اتلولیو سیالیو کې د هېواد د تاریخ د لومړي سرو زرو مډال د ترلاسه کولو په ویاړپه رسمي ډول پیل شو. د دغو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یادې ادارې تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د تکواندو فدراسیون رئیس پروفیسور ډاکټر نجیبالله سکندر، د غزني ولایت د ورزش آمریت مسوولینو، ورزشکارانو او د تکواندو ګڼو مینهوالو ګډون کړی و.د مسوولینو په وینا، په دغو سیالیو کې د هېواد د ۱۵ ولایتونو ۲۰۰ لوبغاړي د مبارزې په څانګه کې د تنکیو ځوانانو او لویانو په کټګوریو، او د پومسې په څانګه کې د ۱۷ کلونو څخه د پورته عمر لرونکو لوبغاړو ترمنځ سیالۍ ترسره کېږي.د یادو سیالیو موخه د تکواندو ورزش پراختیا، د لوبغاړو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ پیاوړتیا او د غوره استعدادونو پېژندنه بلل شوې ده.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
غزني کې د تکواندو د ازادو سیالیو څلورم پړاو پیل شو
Sources
Afghan sources
غزني کې د تکواندو د ازادو سیالیو څلورم پړاو پیل شو