Healthافغانستانپښتوهلمند

هلمند کې ۲۰ روغتیايي مرکزونو ته د واکسین ساتنې یخچالونه وسپارل شول — Bakhtar

روان خبرHealthهلمند1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-27 08:47:25🎙 راډیو واورئ

Summary: هلمند کي د ٩.۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۰ روغتیايي مرکزونو ته د واکسین د خوندي ساتنې لپاره معیاري سولري یخچالونه وسپارل شول. دغه یخچالونه چې د یونیسف موسسې له لوري پېرل شوي پر مرکز لښکرګاه سربېره د ولسوالیو روغتونونو ته وسپارل شول.د هلمند د کتلوي معافیت امر ډاکټرمحمدالله ذاهد ویلي، چې یاد یخچالونه د واکسینونو د (Cold Chain) د خوندي ساتني لپاره ځانګړې تخنیکي وړتیا لري، چې د لیرې پرتو سیمو په روغتیايي مرکزونو کې د واکسینونو د کیفیت ساتنه، د معافیتي خدمتونو پیاوړتیا او د ماشومانو او میندو روغتیا ته د لا ښه خدمت زمینه برابروي.د یادوني وړ ده، چي په دې وروستیو کې د هلمند ولایت لپاره په بېلا بېلو سیمو کې د روغتیا په برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی دی.

لنډ معلومات

ځایهلمند
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-27 08:47:25

مهالوېش

  1. Bakhtar

    هلمند کې ۲۰ روغتیايي مرکزونو ته د واکسین ساتنې یخچالونه وسپارل شول

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-27 06:46:38

هلمند کې ۲۰ روغتیايي مرکزونو ته د واکسین ساتنې یخچالونه وسپارل شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button