Englishافغانستانامنیتخوست

خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ له درې لسیزو وروسته روغه وشوه — Bakhtar

DevelopingSecurityخوست1 SourcesUpdated: 2026-07-27 08:47:26🎙 Listen to radio

Summary: د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د شخړو د حل شورا په هڅو د خوست مرکز متون اړوند د درېخېلو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ له ۳۰ کلنې دښمنۍ وروسته روغه وشوه. دغه دښمني درې لسیزې وړاندې رامنځته شوې وه, چې له امله یې د دواړو لورو دوه ـ دوه کسان پکې وژل شوي وو.د یاد ولایت مسوولینو ویلي، چې له سوله ییزو لارو د شخړو حل لپاره مناسب شرایط برابر شوي او په دې برخه کې د دوی له لوري هڅې دوام لري.د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي میا محمد ولي صدیقي په وینا، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په دې ولایت کې ۱۱۴ مه روغه جوړه شوې او په وینا یې، د پاتې شخړو د حل بهیر دوام لري.د یادونې وړ ده، چې د روغې جوړې په پای کې ښکېلو خواوو د «ټوپۍ ړنګولو» دود ترسره او یو بل ته یې غاړې ورکړې هغوی ژمنه کړې، چې له دې وروسته به د کرکې پر ځای د ورورولۍ ژوند ته دوام ورکوي.

Quick facts

Locationخوست
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-27 08:47:26

Timeline

  1. Bakhtar

    خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ له درې لسیزو وروسته روغه وشوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-27 04:46:38

خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ له درې لسیزو وروسته روغه وشوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button