کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او اوزبیکستان په سوداګریز فورم کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۲ سوداګریز تفاهملیکونه لاسلیک شول. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد فورم پرون د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي په موخه کابل کې جوړ شو. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې فورم کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجهیف، یو شمېر وزیرانو او والیانو، د سوداګرۍ خونو مسوولانو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی و. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سوداګریز فورم پر مهال د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول او دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د دوهاړخیزې سوداګرۍ د کچې پر لوړولو ټینګار وکړ. نورالدین عزیزي په دې غونډه کې ویلي، د شاوخوا ۳۰۰ خصوصي سوداګرو په ګډون د اوزبیکستان د لوړپوړي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا ښکارندوی دی. هغه هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه پنځه میلیاردو ډالرو ته لوړه شي. ده له…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د افغانستان او اوزبیکستان خصوصي سکټورونو د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت تفاهملیکونه لاسلیک کړل
منابع
Afghan sources
د افغانستان او اوزبیکستان خصوصي سکټورونو د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت تفاهملیکونه لاسلیک کړل