هغه مهال د نادر شاه زوی، محمد ظاهر، چې ۱۹ کلن و، له ارګه بهر و. کله چې د پلار د وژل کېدو خبر ورته ورسېد، ورته وویل شول چې ژر ارګ ته ولاړ شي. ماښام مهال ظاهر شاه ارګ ته ورسېد. هلته د نادر شاه وروڼه او د هغه وخت د واک اصلي مشران، محمد هاشم خان، شاه محمود خان او محمد شاه ولي خان، همداراز وزیر محمد ګل خان او د دولت نور لوړپوړي چارواکي راټول وو. د ارګ فضا درنه وه. څو شېبې مخکې د افغانستان پاچا وژل شوی و او د واک تشه رامنځته شوې وه. د شاهي کورنۍ مشران پوهېدل چې د واک انتقال باید ژر ترسره شي، څو هېواد له سیاسي ګډوډۍ سره مخ نه شي. دوی ځوان ظاهر شاه ته مخ ورواړاوه او د شاهي دود له مخې یې هغه د خپل پلار ځای ناستی وباله. په همدې ډول، محمد ظاهر شاه د افغانستان پاچا شو؛ یو داسې پاچا چې نږدې څلوېښت کاله د افغانستان پر شاهي تخت پاتې شو. د ظاهر شاه د واکمنۍ لومړني کلونه د هغه د تره، محمد هاشم خان، تر سیاسي نفوذ لاندې وو. که څه هم ظاهر شاه پاچا و، خو د حکومت ډېری مهمې پرېکړې د شاهي کورنۍ د بانفوذه مشرانو له خوا کېدې. ورو ورو ظاهر شاه خپلواک رول پېدا کړ او هڅه یې وکړه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی
سرچینې
Afghan sources
د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی