فراه کې د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر… — Bakhtar
Summary: د فراه ښاروالۍ مسوولینو د فراه ښار په بېلابېلو ناحیو کې د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳ سړکونو د رغولو چارو د پیل خبر ورکړی دی. د فراه ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجینر شاه محمود جلالي باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې یاده پروژه د ۳۵ میلیونه ۳۹۹ زره ۵۵۴ افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په ترڅ کې به یې د ښار په شپږو ناحیو کې د څلور کیلومتره په اوږدوالي او د ۱۲، ۱۸ او ۲۰ مترو په سور ۱۳ سړکونه جوړ شي.د نوموړي په وینا، د پروژې چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.بلخوا، د سیمې اوسېدونکو د پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د دغو سړکونو په جوړېدو سره به د دوړو، خټو، خځلو او باراني اوبو له امله رامنځته شوې ستونزې تر ډېره هوارې شي.هغوی له اړوندو ادارو، همکارو مؤسسو او خیریه بنسټونو وغوښتل، چې د سړکونو، لویو لارو، پلونو، ویالو او نورو بنسټیزو پروژو پلي کولو ته هم لا ډېره پاملرنه وکړي.د مسوولینو په وینا، د دغې پروژې د پلي کېدو پر مهال به ۱۵۰ کسانو ته په مستقیم او ۵۰۰ نورو ته په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
فراه کې د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر سړکونو د رغولو چارې پیل شوې
منابع
Afghan sources
فراه کې د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر سړکونو د رغولو چارې پیل شوې