Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ماليې وزیر ملا محمد ناصر اخوند، د ازبکستان د سټنډرډ ادارې له رئیس جمعه نظروف اکمل سره کتلي دي. باختر اطلاعاتي آژانس ته د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اقتصادي کمېسیونونو پر بیا فعالېدو، په حیرتان بندر کې د مجهز نفتي لابراتوار پر جوړېدو، په صادراتي او وارداتي توکو کي د ګمرکي اسانتیاوو پر برابرېدو، دوه اړخیز سوداګریز حجم، د ګمرکي سیسټمونو پر نښلولو او فعالیت، د نفتي معیارونو پر همغږۍ او همدا رنګه د ګمرکونو د عصري کولو او عصري وسایلو د فعالولو په اړه خبرې کړې دي.د ازبکستان د سټنډرډ ادارې رئیس ویلي چې دوی غواړي په حیرتان بندر کې د وارداتي او صادراتي توکو لپاره یو مجهز لابراتوار جوړ کړي او په دې برخه کې افغان کادرونه هم وروزي.د هېواد د مالیې وزیر هم په خپلو خبرو کې ویلي دي: "موږ هر وخت له دوستو ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي موضوعاتو په برخه کې د شان ناستو او خبرو اترو لپاره چمتو یوو او غواړو چې خپلو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همکاریو ته لا پراختیا ورکړو."
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د مالیې وزیر د ازبکستان د سټنډرډ ادارې له رئیس سره وکتل