ازبکستان او طالبانو د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر دې دمه ۹۰ سوداګریز تړونونه او تفاهمنامې لاسلیک کړې دي، چې ارزښت یې تر ۱.۴ میلیارد ډالرو ډېر ښودل شوی دی. له بلې خوا، د ازبکستان د احصایې ملي کمېټې افغانستان د تاشکند د لسو مهمو سوداګریزو شریکانو په ډله کې ځای پر ځای کړی دی. په تر ټولو نوي مورد کې، د افغانستان د تجارت او پانګونې خونې رییس او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال په یوه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې ۵ میلیارد ډالرو ته پر رسولو ټینګار کړی دی. د ازبکستان د احصایې ملي کمېټې افغانستان د دغه هېواد د ۱۰ سترو سوداګریزو شریکانو په ډله کې راوړی او ویلي یې دي چې تاشکند له چین، روسیې، قزاقستان او ترکیې وروسته، تر ټولو ډېره دادوستد له افغانستان سره درلودلې ده. د دغې کمېټې د احصایو پر بنسټ، د ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسې تر اوسه، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۹۱۵.۸ میلیون ډالرو ته رسېږي چې په دې سوداګرۍ کې د افغانستان برخه ۱۱۱ میلیون ډالره ده. د افغانستان د تجارت او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي وویل: «متقابلا اعتماد، صادقانه همکاري او زموږ مشترکې ګټې کولای شي موږ په پایدارو اقتصادي او ستراتیژیکو شریکانو بدل کړي. خوشبختانه د افغانستان او ازبکستان…
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
ازبکستان او طالبانو په روان کال کې ۹۰ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړې دي | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
ازبکستان او طالبانو په روان کال کې ۹۰ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړې دي | آمو ټلویزیون