خبرونه

د پاکستان د نوي حکومت او طالبانو تر منځ تازه تماسونه

د پاکستان نوي بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار ویلي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي تلفون ورته وکړی او د دندې د مبارکۍ تر څنګ دواړو لورو د اړیکو پر لا غوړولو هوکړه کړې.

اسحاق دار چې د پاکستان له وروستیو ناندریزو ټاکنو وروسته په نوي جوړ شوي حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر ګمارل شوی دا هم ویلي چې، د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر سره یې د سیمه‌ییزو همکاریو، سوداګرۍ، امنیت او ترهګرۍ ضد همکاریو پر پراخولو هوکړه کړې.

هغه پر اېکس ليکلي، د نښلون، سوداګرۍ، امنیت، ترهګرۍ خلاف مبارزه او د ولسونو تر منځ د اړیکو پراخولو کې همکارۍ ورته لومړيتوب لري.

دوی دا هوکړه د بهرنیو چارو وزیر په توګه تازه د اسحاق دار د ټاکل کېدو په مناسبت هغه ته د امیرخان متقي په شوي ټلفوني اړیکه کې کړې.

امیرخان متقي اسحاق دار د افغانستان سفر ته هم وربللی.

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې امیرخان متقي په دغه ټلفوني اړیکه کې اسحاق دار ته ویلي چې د هغه ټاکنه به د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مثبت او رغنده رول ولري.

اسحاق ډار تېره اونۍ پاکستان کې د شهباز شریف په مشرۍ نوي حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده پیل کړې، دی له دې مخکې لږ تر لږه درې ځلې په مرکزي کابینه کې د خزانې وزیر پاتې شوی.

ظاهرا دا ټلفوني خبرې په پاکستان کې له ټاکنو او د نوي حکومت له جوړېدو را وروسته د اسلام آباد او د طالبانو د حکومت تر منځ د وزیرانو د کچې لومړنی تماس دی.

له دې دوه ورځې مخکې د طالبانو بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر په کابل کي د پاکستان د سفارت سر پرست عبیدالرحمن نظاماني سره هم کتلي و. ویل شوي وو چې په هغې کتنه کې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې شوې وې.

پاکستاني رسنیو دا هم ليکلي چې تېره دوشنبه د پاکستان شارزدافیر عبیدالرحمن نظاماني کندهار ته هم تللی و او د طالبانو د حکومت د کندهار له والي ملا محمد شیرين آخند سره غږېدلی و.

که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو ښاغلي نظاماني د پآکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې له ملا شیرين آخند سره د دواړو اړخونو د خوښې وړ برخو کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په پراختیا غږېدلی.

اړوندې مقالې

Back to top button