Sportsافغانستاندریوردګ

میدان‌وردګو کې د والیبال سیالۍ د ارشاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې — Pajhwok

در حال تکمیلSportsوردګ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-28 06:34:11🎙 رادیو را بشنوید

میدان‌ښار (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۵): په میدان‌وردګو کې د دغه ولایت د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ‎د ارشاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د میدان‌وردګو د المپیک، بدني روزنې او ورزش امر ذبیح‌الله وهاج پژواک ته وویل، یادې سیالۍ د دغه ولایت د ۵۰ لوبډلو په ګډون په سیداباد ولسوالۍ کې جوړې شوې وې او دوه اونۍ یې دوام وکړ. هغه زیاته کړه، د سیالیو په پایلوبه کې ارشاد لوبډلې د دوو پرله‌پسې سېټونو د دوه پر صفر ‎ په ګټلو سره ملنګ‌یار کلب ته ماته ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ. وهاج زیاته کړه، دغه سیالۍ د والیبال ورزش د ودې، د ځوانانو ترمنځ د یووالي او هغوی ته د سالمې سیالۍ د زمینې برابرولو په موخه ترسره شوې. د ارشاد لوبډلې یوه لوبغاړي عبدالرحمن وویل: «د دې اتلولۍ لپاره مو ډېر تمرینونه کړي وو، خوښ یو چې زموږ هڅو پایله ورکړه او اتلولي مو ترلاسه کړه. هیله لرو چې دا ډول سیالۍ دوام ومومي، څو ځوانان لا ډېر ورزش ته وهڅېږي.» همدارنګه، د ملنګ‌یار کلب لوبغاړي حبیب‌الله وویل، که څه هم د پایلوبې په ګټلو بریالي نه شول، خو په دغو سیالیو کې ګډون یې ګټور وباله. هغه وویل: «موږ ښه تجربه ترلاسه کړه او هڅه به وکړو چې په راتلونکو سیالیو کې لا ښه چمتووالی ولرو.» نوموړي زیاته کړه، د ورته سیالیو…

اطلاعات کوتاه

مکانوردګ
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-28 06:34:11

خط زمانی

  1. Pajhwok

    میدان‌وردګو کې د والیبال سیالۍ د ارشاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-28 11:03:12

میدان‌وردګو کې د والیبال سیالۍ د ارشاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button