افغانستانامنیتدری

افغانستان ته د اخراج احتمالي پرواز پر وړاندې اعتراض — Dw

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-28 07:34:48🎙 رادیو را بشنوید

د آلمان په لايپڅيګ ښار کي افغانستان ته د اخراج د احتمالي پرواز پر وړاندي مخالفت مخ پر زياتېدو دی. په دغه ښار کي د نژاد پالني ضد یوه اتحاد د دوشنبې ورځي له پاره د لايپڅيګ هوايي ډګر د »ایس-بانوف» په تمځای کي او د سه شنبې په ورځ د ښار په مرکز کي د اعتراضونو کولو غوښتنه کړې ده. فعالان تمه لري چي د سه شنبې په نيمه شپه به د لايپڅيګ له هوايي ډګر (هاله) څخه په يوه چارتر الوتکه کي افغانستان ته مهاجر اخراج سي. په لومړي سر کې د چارواکو لخوا د دې موضوع په اړه کوم رسمي تایید نه و شوی. چارواکو د دې پر واز په اړه څه نه دي ويلي. فعالان له طالبانو سره پر همکارۍ سختي نیوکي کوي. د دغه اتحاد ویاند لوکا مولر وویل: «دغه اخراجونه یوازي له طالبانو سره د حکومت د پټو او ناوړه معاملو له امله ممکن سوي دي.» هغه زياته کړه چي له طالبانو سره چي له انسانیت څخه کرکه لري او له ښځو سره دښمني پالي، باید هر ډول همکاري سمدستي پای ته ورسېږي. هغه وويل: «په داسي حال کي چي په برلین کي پر پرایډ جشن د اسلامپالو له لوري ترسره سوی تاوتریخوالی له هر لوري غندل کیږي، د آلمان حکومت د خپلو معاملو له لاري د اسلامپالو طالبانو ملاتړ کوي.» د زاکسن ایالت…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-28 07:34:48

خط زمانی

  1. Dw

    افغانستان ته د اخراج احتمالي پرواز پر وړاندې اعتراض

منابع

External sources

DwPS
2026-07-28 07:33:55

افغانستان ته د اخراج احتمالي پرواز پر وړاندې اعتراض

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button