EconomyEnglishKabulافغانستان

افغان او اماراتي چارواکو د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-28 10:12:01🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۵): په دوبۍ کې د افغانستان سرکونسل د دغه ښار د سوداګرۍ خونې له رییس سره په لیدنه کې د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي، له افغانستانه صادراتو کې د اسانتیا، په نړۍوالو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو د ګډون لپاره د زمینې برابرولو او د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د همکاریو پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه خبر ورکړی چې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت سرکونسل عبدالرحمن فدا او په دوبۍ کې د افغانستان سوداګریزې اتشې احمدبلال د دوبۍ د سوداګرۍ خونې له رییس محمدعلي لوتاه سره لیدنه او خبرې کړې دي. سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د افغانستان او دوبۍ ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د حجم د زیاتوالي پر لارو چارو بحث او خبرې کړې دي. د خبر له مخې، دوبۍ ته د افغانستان د توکو د لېږد لپاره د مناسبو لارو رامنځته کول، په نړۍوالو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو د حضور او ګډون لپاره د زمینې برابرول او د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د همکاریو پیاوړتیا د دې خبرو له نورو مهمو موضوعاتو وو. په پای کې، دواړو لورو د همکاریو پر دوام او د افغانستان او دوبۍ ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-07-28 10:12:01

Timeline

  1. Pajhwok

    افغان او اماراتي چارواکو د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-28 14:39:11

افغان او اماراتي چارواکو د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button