د کارګر ګوند استازی او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سټییفن ډاوټي د افغانستان او پاکستان، منځني ختیځ او شمالي افریقا، د بندیزونو، قونسلي چارو او د کړکېچونو د مدیریت د مسوول په توګه وټاکل شو. د طالبانو د بهرنیو چارو وزرارت پر خپل ایکس پاڼې لیکلي چې متقی او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام استازي د لیدنيی پرمهال په افغانستان کې د پراختیايي فعالیتونو، د راستنېدونکو کډوالو د ادغام، د روغتیا او کرنې په برخو کې د همکاریو، د نشه یي توکو لپاره د بدیل معیشت، د چاپېریال ساتنې، د اقلیم بدلون او طبیعي پېښو ته د رسېدنې په اړه خبرې کړي دي. امیرخان متقي زیاته کړې چې افغانستان د بشري مرستو ترڅنګ پراختیايي او بنسټیزو پروژو ته هم اړتیا لري او د دغو پروژو پلي کېدل مهم دي. هغه ویلي طالبان به په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. بلخوا د ملګرو متلونو د پراختیايي پروګرام استازي تورهان صالح ویلي چې د دغه سازمان پروګرامونه به د افغانستان له لومړیتوبونو سره همغږي وي او د افغانانو د اړتیاوو پر بنسټ به د پراختیايي پروژو او ظرفیت لوړونې په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د سېشنبې په ورځ، زمي پر شپږمه پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې د ملا عبدالغني برادر په…
Quick facts
Timeline
-
AF International
سټیفن ډاوټي د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان لپاره نوی مسوول وټاکل شو
Sources
Afghan sources
سټیفن ډاوټي د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان لپاره نوی مسوول وټاکل شو