خبرونه

پر افغانستان د پاکستان بریدونه؛ طالبان وايي د جنرالانو کار دی

پاکستان وايي، په افغانستان کې يې د حافظ ګل بهادر پر ډله عملیات کړي او دا چې په افغانستان کې په واک کې ځینې داسې کسان شته چې په پاکستان کې د بریدګرو ملاتړ کوي او ورته ویلي ېې دي چې د پاکستان له خلکو سره دې ودرېږي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا بریدونه د افغانستان په خاوره تېری بللی او وايي یوازې ملکیان پکې وژل شوي. که څه هم دا یې یوازې د څو پاکستاني جنرالانو او پوځیانو کار بللی. دفاع وزارت يې بیا ویلي چې په ځواب کې يې د پاکستان د پوځ ځینې پوستې په نښه کړې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان په خاوره کې دننه يې د استخباراتي معلوماتو له مخې د ترهګرۍ ضد عملیات کړي. د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د دغو عملیاتو اصلي موخه د حافظ ګل بهادر ډله وه چې له پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي سره یو ځای په پاکستان کې په ګڼو بریدونو کې لاس لري چې وروستی برید د مارچ په شپاړسمه میرعلي سیمه کې و.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې یې بیا بیا د طالبانو حکومت ته په افغان خاوره کې د ټي ټي پي د شتون اړوند جدي اندېښنې شریکې کړې او له هغوی يې د ټي ټي پي د مشرانو د ورسپارلو غوښتنه کړې وه. خو په اعلامیه کې یې راغلي چې په افغانستان کې په واک کې يو شمېر داسې کسان شته چې له ټي ټي پي سره اړیکې لري او غواړي د پاکستان خلاف يې وکاروي. په اعلامیه کې له دغو کسانو غوښتل شوي چې د پاکستان له خلکو سره دې ودرېږي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دغه برید کې یوازې په پکتیا او خوست کې اته ملکیان چې ښځې او ماشومان دي وژل شوي او دغه برید يې “غيرسنجيده اقدام د افغانستان په حریم تجاوز او تیری بللی”.

پاکستانی ولس او نوی ملکي حکومت باید پرېنږدې چې د پوځ څو تنه جنرالان په دغه ډول بې باکه کړنو سره د تېرو شلو کلونو په څیر د نورو جهتونو د گټو لپاره خپلو غلطو سیاستونوته دوام ورکړي او د دوو مسلمانو ګاونډیو هیوادونو اړیکې خرابه کړي”.

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کابل کې يې د پاکستان د سفارت سرپرست ور احضار کړی او پر پکتیکا او خوست یې د پاکستاني پوځیانو د بریدونو په غبرګون کې احتجاجلیک ورته سپارلی.

په دې اعلامیه کې هم راغلي چې په خپله خاوره تېري په هېڅ ډول نه شي زغملی او دا چې  د پاکستان نوی ملکي حکومت او ولس دې نه پرېږدي چي د اعلامیې په ټکو “ځینې کړۍ” په غیرمسؤولانه کړنو او غلطو پالیسیو د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو اړیکې پېچلې کړي.

خو د دفاع وزارت یې ویلي، د پوځ سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کښې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړي.

له برید وروسته د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند محمد خراساني هم دا پر هغو بېګناه وګړو برید بللی و چې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي وو. د ټي ټي پي په اعلامیه کې یادونه شوې چې ادعا کې دغه برید کې د ټي ټي پي یو قوماندان عبدالله شاه وژل شوی خو دا یې پروپاګند بللی.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ملي تلویزیون هم داسې وېډیو خپره کړه چې پکې یو کس چې خپله وايي، عبدالله شاه دی د وژل کېدو ادعاوې ردوي او وايي اوس هم په سوېلي وزیرستان کې دی او فعالیتونه يې روان دي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم دا بریدونه د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا او نړیوالو نورمونو ښکاره تېری بللی او د اسلام آباد په پالیسۍ کې بدلون او له افغانستان سره يې د متمدنانه او د ښه ګاونډیتوب پر مناسباتو ولاړې اړیکې د دواړو هېوادونو او د سیمې د سولې او ټیکاو په ګټه بللې.

دا د خپل ډول لومړني بریدونه نه دي. په ۲۰۲۲ کې هم پاکستان په خوست او کونړ ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي وو چې ۲۰ ماشومان پکې وژل شوي وو.

پاکستان وخت ناوخت تور لګوي چې وسله وال مخالفین یې په افغانستان کې پټن‌ځایونه لري؛ هغه ادعا چې د طالبانو حکومت یې ردوي.

اړوندې مقالې

Back to top button