EconomyEnglishافغانستانبلخ

بلخ کې د ازبکستان د فرغانې ولایت د تولیداتو دایمي نندارتون پرانیستل شو — Bakhtar

DevelopingEconomyبلخ1 SourcesUpdated: 2026-07-28 21:02:24🎙 Listen to radio

Summary: مزارشریف ښار کې د ازبکستان د فرغانې ولایت د تولیدي او صنعتي محصولاتو دایمي نندارتون د یو شمېر سوداګرو او ځايي مسوولینو په شتون کې پرانیستل شو. د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې، د دغه نندارتون پر مهال د افغان او ازبک سوداګرو ترمنځ د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۵ هوکړې لاسلیک شوې دي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس محمد ابراهیم غضنفر وویل، چې دغه هوکړه‌ لیکونه د اقتصادي همکاریو د پراختیا، پانګونې د زیاتوالي او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه لاسلیک شوي دي.د نوموړي په وینا، د فرغانې د سوداګرۍ نندارتون د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګریزې راکړې ورکړې کچې د لوړېدو په موخه شوی.بلخوا سوداګرو غوښتي چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري اسانه او لازمې اسانتیاوې رامنځته شي څو د پانګونې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر شي.

Quick facts

Locationبلخ
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-07-28 21:02:24

Timeline

  1. Bakhtar

    بلخ کې د ازبکستان د فرغانې ولایت د تولیداتو دایمي نندارتون پرانیستل شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-28 11:13:49

بلخ کې د ازبکستان د فرغانې ولایت د تولیداتو دایمي نندارتون پرانیستل شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button