Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت راروانه اوونۍ د ۱۴۴۷ سپوږمیز کال حاجیانو ته د هغوی د پاتې پیسو د ورسپارلو لړۍ پیلوي. د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ دوکتور نورمحمد ثاقب نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې تېر کال ټولټال ۷ میليارده ۸۱۸ ميليونه ۳۰۷ زره ۲۰۰ افغانۍ راټولې شوې وې چې له جملې یې ۹۴ میلیونه ۵۶۵ زره ۶۱۶ افغانۍ اضافه شوي چې بېرته به پر افغان حاجيانو ووېشل شي. د نوموړي په وینا، هر کس ته به ۳زره ۲۲۳ افغانۍ بېرته ورکړل شي او دغه لړۍ به راروانه اوونۍ پيل شي.ښاغلي ثاقب په ټینګار سره وویل چې دغه وزارت په اړوندو برخو کې غوره او د باور وړ چوپړتیاوو وړاندې کولو هڅې کوي، څو د هېوادوالو قناعت هم ترلاسه کړي.نوموړي تېر ته په اشارې وویل، افغان ولس په تېرو کلونو کې ظلمونه ګاللي او باید په اوس وخت کې ورسره عدل وشي او دا د اسلامي امارت مکلفیت دی.د ښاغلي ثاقب په وینا، د اسلامي امارت ټول مسوولین د افغانانو حقوقو ورکړې ته ژمن دی او چا ته د هېڅ ډول تېري کولو اجازه نه ورکول کېږي.د یادونې وړ ده، چې سږ کال د حج په مراسمو کې شاوخوا ۳۰ زره افغانانو ګډون کړی وو، چې له ډلې یې ۱۹ تنه په خپل مرګ وفات ۳ تنه ناروغ شوي او پاتي نور د حج مراسمو تر ادا کولو ورسته بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
افغان حاجیانو ته د هغوی د پاتې پیسو د ورسپارلو لړۍ راروانه اوونۍ پیلېږي
سرچینې
Afghan sources
افغان حاجیانو ته د هغوی د پاتې پیسو د ورسپارلو لړۍ راروانه اوونۍ پیلېږي