Developmentافغانستانبلخدری
بغلان کې د درېیو کانالونو د جوړولو چارې بشپړې شوې — Bakhtar
Summary: د بغلان ولایت په نهرین او خنجان ولسوالیو کې د څه باندې ۱۰.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو درې کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د یاد ولایت د کلیو ، بیارغونې او پراختیا ریاست د انجینرۍ مسوول، انجینر وسیم رشیدي باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې یاد کانالونه د خوړو نړېوال پروګرام په مالي ملاتړ جوړ شوي دي.د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې د اوبو لګولو ۱۶۰۰ متره کانالونه جوړ شوي او په بشپړېدو سره به یې د نهرین او خنجان ولسوالیو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.بلخوا، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو او د دغو پروژو ګټه اخیستونکو د یادو کانالونو د بشپړېدو هرکلی کړی او د خپلو سیمو لپاره یې د نورو بنسټیزو او پراختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
اطلاعات کوتاه
مکانبلخ
موضوعDevelopment
منابع1
بهروزرسانی2026-07-29 09:07:26
خط زمانی
-
Bakhtar
بغلان کې د درېیو کانالونو د جوړولو چارې بشپړې شوې