د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس د ازبکستان د برېښنا ملي شرکت له مسولینو سره په افغانستان کې د برېښنا د اړتیا په تړاو خبرې کړې دي. طالبانو ویلي، افغانستان برېښنا ته جدي اړتیا لري او د دې اړتیا د پوره کولو لپاره د ازبکستان لا ډېره همکاري اړینه ده. د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب ویلي، د سږني حج لپاره له حاجیانو ټولټال څه باندې ۷میلیارده او ۸۱۸ میلیونه افغانۍ راټولې شوې وې. د نوموړي په وینا، د هر حاجي لپاره د حج لګښت ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ ټاکل شوی و، خو د وزارت د محاسبې له مخې د حج ټولیز لګښت څه باندې ۷ میلیارده او ۷۲۳ میلیونه او ۷۰۰زره افغانۍ شوی دی. نور محمد ثاقب ثاقب زیاته کړې چې د دغې محاسبې له مخې د هر حاجي عملي لګښت ۲۶۳ زره او ۱۷۷ افغانۍ شوی، چې په پایله کې ټولټال ۹۴ میلیونه، ۶۵ زره او ۶۱۶ افغانۍ پاتې شوې چې د پاتې شوې اندازې له مخې به هر حاجي ته ۳ زره او ۲۲۳ افغانۍ بېرته ورکړل شي. سږ کال افغانستان ته د سعودي عربستان له لوري د ۳۰ زره حاجیانو د حج سهمیه ورکړل شوې وه. د سیمې اوسېدونکي وایي، دغه سیمه څو میاشتې وړاندې اباده وه؛ خو د افغان کډوالو تر وتلو وروسته اوس کنډواله شوې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
طالبان: د برېښنا په برخه کې د ازبکستان لا ډېرو همکاریو ته اړتیا لرو
منابع
Afghan sources
طالبان: د برېښنا په برخه کې د ازبکستان لا ډېرو همکاریو ته اړتیا لرو