Summary: لوګر کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو. د یاد وزارت د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي د سیمینار ګډونوالو ته ویلي، چې د اشغال تېر شل کلن پړاو له ګڼو ناخوالو، جګړو او کړکېچونو سره مل و او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د تفرقې او بېباورۍ د رامنځته کولو هڅې کېدې.د نوموړي په خبره، د اسلامي نظام له راتګ وروسته یووالي او ګډ ژوند فضا پیاوړې شوې او ټول هېوادوال د ورورولۍ تر چتر لاندې ژوند کوي چې په خبره یې، د همدې یووالي ساتنه د هر افغان مسوولیت دی.هغه زیاته کړه، چې توده جګړه پای ته رسېدلې، خو تبلیغاتي جګړه لا هم روانه ده، چې د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې په ډېر شدت سره پر مخ وړل کېږي چې په خبره یې، په دې برخه کې زموږ مسوولیت جوړېږي چې ناسم تبلیغات شنډ او د ولسونو د یووالي لپاره مبارزه وکړو.په دې غونډه کې د اسلامي امارت د مسوولینو له لوري د ثبات، پرمختګ د لا پیاوړتیا په تړاو خبرې وشوې او په دې برخه کې له رسنیو وغوښتل شول چې خپل ماموریت په ښه توګه ادا کړي.مسوولینو یو ځل بیا په ټینګار سره وویل، چې د رسنیو د ملاتړ برخه کې پوره ژمنتیا لري او هر راز همکارۍ ته یې چمتو دي.د یادونې وړ ده، چې په یاد سیمینار کې د لوګر ولایتي ادارې مسوولینو، د پوهنتون استادانو، خبریالانو، لیکوالانو، ادیبانو، مشرانو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی وو.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
مهاجر فراهي: هېواد کې د شته یووالي ساتنه د هر افغان مسوولیت دی
Sources
Afghan sources
مهاجر فراهي: هېواد کې د شته یووالي ساتنه د هر افغان مسوولیت دی