EnglishPoliticsافغانستانهرات

د لوېدیځ زون د سیاحتي شرکتونو د ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسېد — Bakhtar

DevelopingPoliticsهرات1 SourcesUpdated: 2026-07-29 21:08:49🎙 Listen to radio

Summary: هرات کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټېټیوټ له لوري د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار نن پای ته ورسېد. دغه سیمینار د مسلکي زده‌کړو او د ګرځندوی خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه جوړ شوی و.د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزي ویلي، هڅه کې دي چې د اړوندو ادارو په همکارۍ د دې صنعت د لا ودې او د یاد ولایت د تاریخي، فرهنګي او طبیعي جاذبو د لا ښه معرفي کېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.د مسوولینو په وینا، د اسلامي امارت د واکمنۍ د لومړیو کلونو په پرتله د هېواد د ګرځندوی صنعت شاوخوا ۸۰ سلنه وده کړې او دا بهیر چټک شوی دی.غونډه کې ځايي مسوولینو ګرځندوی صنعت نړۍ ته د افغانستان د فرهنګ، تمدن او ظرفیتونو د معرفي کولو یوه اغېزمنه وسیله وبلله او د دې صنعت د پراختیا لپاره یې د دولتي ادارو او سیاحتي شرکتونو ترمنځ پر همغږۍ او ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

Quick facts

Locationهرات
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-07-29 21:08:49

Timeline

  1. Bakhtar

    د لوېدیځ زون د سیاحتي شرکتونو د ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسېد

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-29 10:58:17

د لوېدیځ زون د سیاحتي شرکتونو د ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسېد

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button