Healthافغانستاندریزابل

په زابل کې وړې ورېستونکې‌ مېرمنې: کارووبار مو سخت لوېدلی دی | آمو… — Amu TV

در حال تکمیلHealthزابل1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-29 21:08:53🎙 رادیو را بشنوید

په زابل کې وړۍ ورېستونکې‌ مېرمنې وایي چې په وروستیو کلونو کې د دوی کارووبار خورا خراب او لوېدلی دی. دوی د غالۍ پلورلو د بازارونو کمرنګېدل، د صادراتو کمېدل او د اړوندو بنسټونو او بهرنیو موسسو له خوا د ملاتړ نه شتون د دغه صنعت د رکود تر ټولو مهم علتونه ګڼي. بي‌بي نازو له هغو مېرمنو ده چې کلونه کلونه یې د وړۍ ورېستلو له لارې د خپل ژوند لګښتونه موندلي دي؛ خو اوس وایي چې دا کسب نور د پخوا غوندې رونق نه لري. دا وایي چې هره ورځ یوازې له ۲۰ تر ۲۵ افغانۍ عاید لري او دا پیسې د لومړنیو اړتیاوو او د درملنې د لګښتونو لپاره بسنه نه کوي. په زابل کې وړۍ ورېستونکې بي‌بي نازو وایي: «اصلاً هیڅ کارووبار نشته. زه یوازې ژوند کوم او له سهاره تر ماښامه کار کوم، خو یوازې ۲۰ تر ۲۵ افغانۍ عاید لرم. همدا پیسې د ژوند په خرڅ لګوم او د دوا او ډاکټر لګښت مې هم له همدې پوره کېږي.» نورې مېرمنې چې په دې مسلک کې بوختې دي هم وایي چې د وطني غالیو د بازار لوېدلو او د موسسو او نهادونو له لوري د ملاتړ نه شتون دوی له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي. د دغو مېرمنو په وینا، په ناپاکو او غیرمعیاري چاپېریالونو کې کار د دوی روغتیا هم تهدیدوي…

اطلاعات کوتاه

مکانزابل
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-29 21:08:53

خط زمانی

  1. Amu TV

    په زابل کې وړې ورېستونکې‌ مېرمنې: کارووبار مو سخت لوېدلی دی | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-07-29 11:03:21

په زابل کې وړې ورېستونکې‌ مېرمنې: کارووبار مو سخت لوېدلی دی | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button