EnglishHealthافغانستان

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana… — Ariananews

DevelopingHealth1 SourcesUpdated: 2026-07-29 21:19:24🎙 Listen to radio

د بې‌پولې ډاکترانو ټولنې ویلي؛ په پاکستان کې ډېری افغان کډوال د نیول‌کېدا او ایستل‌کېدا له وېرې روغتیايي مرکزونو ته نه ورځي، چې له کبله یې روغتیايي ستونزې زیاتې شوې دي. د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسي ماشومان د خوارځواکۍ او امیندوارې ښځې له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي. بې‌پولې ډاکترانو ټولنې یو ځل بیا له پاکستان څخه وغوښتل، چې افغان کډوال دې جبري ایستلو ته نه اړ کوي. دې بنسټ له نورو هېوادونو هم غوښتي، چې د افغان کډوالو د حقونو او خوندیتوب په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي. یادې ټولنې د نجیب نومي یوه افغان کډوال بېلګه هم یاده کړې، چې د ثبت د ثبوت معتبر کارت یې درلود؛ خو د پولیسو د عملیاتو پر مهال نیول شوی و. د راپور له مخې، دې پېښې د هغه پر امیندواره مېرمن سخت رواني اغېز کړی او نوموړې د بیا نیول کېدا له وېرې د درملنې له ځنډولو وروسته خپل ماشوم له لاسه ورکړی دی. بې‌پولې ډاکترانو خبرداری ورکړی، چې د ایستلو روان کمپاین د کډوالو د عاید سرچینې هم ګډوډې کړې او ډېرې کورنۍ یې د بې‌وسۍ او نامعلوم راتلونکي له ګواښ سره مخ کړې دي. د دې ټولنې ګرځنده روغتیايي ډلې سږ کال د بلوچستان په کوټه ښار کې د افغان کډوالو ماشومانو ترمنځ د سختې خوارځواکۍ لوړه کچه ثبت…

Quick facts

TopicHealth
Sources1
Updated2026-07-29 21:19:24

Timeline

  1. Ariananews

    Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

Sources

Afghan sources

AriananewsPS
2026-07-29 06:24:13

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button