کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۵): د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې له سیمهییزو ټاکنو سره هممهاله، د دغه هېواد چارواکو په نښتو کې د یوه امنیتي سرتېري او لږ تر لږه درېیو اعتراضکوونکو وژل کېدل تایید کړي؛ خو د یوې اعتراضي ډلې مشران وایي چې د وژل شویو شمېر تر ۳۰ ډېر دی؛ دغه ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې. رویټرز راپور ورکړی چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې له سیمهییزو ټاکنو سره هممهاله لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي دي. سرچینې لیکلي، د «خلکو د ګډ اقدام کمېټې» (JAAC) مشران، چې سیمهییز حکومت یې فعالیت منع کړی، ادعا کوي چې د راولاکوټ ښار په شاوخوا کې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د راپور د معلوماتو له مخې، د انټرنېټي ستونزو او د پراخې ګډوډۍ له امله د تګ راتګ پر لارو د ستونزو له امله، د څه باندې ۳۰ کسانو د وژل کېدو ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې. بلخوا، پاکستاني چارواکو ویلي چې د دوشنبې ورځې په نښتو کې د امنیتي ځواکونو یو غړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي. د دغه هېواد یوه دولتي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي چې په روانه اوونۍ کې د میرپور ښار کې لږ تر لږه درې لاریونکوونکي وژل شوي دي….
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې له سیمهییزو ټاکنو سره هممهاله مرګونې نښتې
Sources
Afghan sources
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې له سیمهییزو ټاکنو سره هممهاله مرګونې نښتې