افغانستانامنیتدریهرات

د هرات پولیس: د «مسلکي غلو» درې ډلې ونیول شوې او ۲۴ غلا… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-30 08:12:22🎙 رادیو را بشنوید

هرات (پژواک، ۸ زمری۱۴۰۵): د هرات ولایت امنیه قومانداني وایي چې د «مسلکي غلو د درېیو ډلو» غړي یې نیولي او ۲۴ غلا شوي موټر یې هم تر لاسه کړي دي. د هرات امنیه قوماندانۍ د امنیت امر قاري نجیب‌الله علي وایي: «د مسلکي غلو درې ډلې نیول شوې او په هرات ولایت کې ۲۴ غلا شوي موټر کشف شول.» د هغه په وینا، دغو کسانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وسله‌والې غلاوې کړي او غلا شوي موټر یې هرات ته لېږدول. د ده په خبره، اوس امنیتي ځواکونو د دغو درېیو ډلو ټول غړي نیولي دي. ده د نیول شوو کسانو شمېر نه دی په ډاګه کړی. په ورته وخت کې، د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند سیدمسعود حسیني وایي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې ډېری کشف شوي موټر د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه غلا او وروسته هرات ته لېږدول شوي وو. حسیني زیاتوي چې غلا شوي موټر د اسنادو تر څېړنې وروسته خپلو اصلي مالکانو ته سپارل کېږي.

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-30 08:12:22

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د هرات پولیس: د «مسلکي غلو» درې ډلې ونیول شوې او ۲۴ غلا شوي موټر تر لاسه شول

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-30 12:39:35

د هرات پولیس: د «مسلکي غلو» درې ډلې ونیول شوې او ۲۴ غلا شوي موټر تر لاسه شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button