کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۵): د اسلامي امارت ویاند وایي، په یو شمېر وزارتونو، ادارو او ولایتونو کې نوې ګومارنې شوې دي. د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا ټاکنې د امیرالمؤمنین د حکم پر اساس شوې دي. هغه لیکلي چې د کندهار زون نظامي محکمې مخکنی رئیس مولوي محمد ګل صیاد؛ د ستري محکمې نظامي مرستیال په توګه، د ستري محکمې مخکنی نظامي مرستیال شیخ سردار محمد ابوالفیضان؛ د مرکزي دار الافتاء عمومي رئیس په توګه، دمرکزي دارالافتاء عمومي رئیس شیخ خیرجان خیرخواه؛ د امر بالمعروف، نهي عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت دنظامي امر بالمعروف اونهي عن المنکر معین په توګه او دښاروالیو چارو دسمون لوی ریاست فني اومسلکي مرستیال حاجي نعمت ﷲ حسن؛ دمالیې وزارت دعوایدو او ګمرکاتو معین په توګه ګمارل شوي دي. ده زیاته کړې چې دغه راز د ټولګټو وزارت اوسپني پټلۍ مخکنی معین مولوي محمد اسحٰق صاحبزاده؛ د معدنونو وزارت د مالي او اداري معین په توګه، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مخکنی معین مولوي عبدالمتین سعید؛ د معدنونو وزارت د جیولوجي سروې معین په توګه، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې مخکنی مرستیال مولوي محمود شاه زاهد؛ د معدنونو وزارت د تخنیکي معین په توګه اد چارو ادارې لوی ریاست د امارتي چارو د انسجام مخکنی مرستیال مولوي سیف الدین تائب؛ د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
یو شمېر وزارتونو او ادارو کې نوې ګومارنې شوې