DevelopmentEnglishافغانستانبلخ

بغلان کې د زغرو غوړیو ورځنی تولید ۳۵۰۰ کیلوګرام ته لوړ شوی — Bakhtar

DevelopingDevelopmentبلخ1 SourcesUpdated: 2026-07-30 09:12:21🎙 Listen to radio

Summary: په بغلان ولایت کې د زغرو غوړیو د تولید لسګونه کارخونې او د پروسس ماشینونه فعالیت لري، چې تولیدات یې نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي. د دغو کارخونو مسوولینو باختر اطلاعاتي ژانس ته وویل، چې په دې کارخونو کې هره ورځ شاوخوا ۳۵۰۰ کیلوګرامه خالص د زغرو غوړي تولیدېږي.د مسوولینو په وینا، د زغرو تخمونه د بغلان له غرنیو سیمو څخه راټولېږي، چې له پروسس وروسته د غوړیو د اېستلو لپاره چمتو کېږي او د کیفیت له ارزونې وروسته بازار ته وړاندې کېږي.دوی زیاته کړه، چې دغو کارخونو لسګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې، چې د بېکارۍ په راکمولو او د کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا کې اغېزمن رول لوبولی دی.د کارخونو مسوولینو له هېوادوالو وغوښتل، چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او په هېواد کې تولید شوي توکي وکاروي، څو د کورنیو محصولاتو بازار لا پراخ شي.بلخوا، د دغو کارخونو یو شمېر کارکوونکو د خپلو دندو له دوام څخه خوښي څرګنده کړه او له سوداګرو او پانګه‌ والو یې وغوښتل، چې د ورته تولیدي کارخونو په جوړولو کې پانګونه وکړي، څو عامو افغانانو ته د عاید زمینه برابره شي.

Quick facts

Locationبلخ
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-07-30 09:12:21

Timeline

  1. Bakhtar

    بغلان کې د زغرو غوړیو ورځنی تولید ۳۵۰۰ کیلوګرام ته لوړ شوی

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-30 08:30:43

بغلان کې د زغرو غوړیو ورځنی تولید ۳۵۰۰ کیلوګرام ته لوړ شوی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button