EconomyEnglishKabulافغانستان

د کابل او بشکیک د سیاسي تعامل پر دوام خبرې وشوې — Bakhtar

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-30 09:12:22🎙 Listen to radio

Summary: په قرغزستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت خبر ورکړی، چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي رئيس ډاکتر عبدالحي قانت په بشکیک کې د افغان سرپرست سفیر مولوي عبدالشکور حقاني په ملتیا د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت د څلورم سیاسي رئيس میر بېک باکیتوویچ سره کتلي دي. یاد سفارت په خپله اکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او قونسلي همکاریو په پراختیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د ګډو ګټو پر اړوندو موضوعاتو خبرې شوې دي.دواړو لورو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د دوه ‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د سیاسي تعامل په دوام او د عملي همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-07-30 09:12:22

Timeline

  1. Bakhtar

    د کابل او بشکیک د سیاسي تعامل پر دوام خبرې وشوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-30 08:17:10

د کابل او بشکیک د سیاسي تعامل پر دوام خبرې وشوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button