EnglishPoliticsافغانستانزابل

زابل کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه دوه پروژې بشپړې شوې — Bakhtar

DevelopingPoliticsزابل1 SourcesUpdated: 2026-07-30 09:12:25🎙 Listen to radio

Summary: د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر څارنې لاندې د اوبو لګولو کانالونه او استنادي دېوالونه جوړ شول. یادې پروژې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شوې دي.د زابل د کلیو بیارغونې او پراختیا رئيس مولوي حکمت الله رهبر وايي، چې په دې پروژو کې د سېلابونو د مخنیوي او کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲۰ مترو په اوږدوالي، ۱۸۰ سانتي مترو لوړوالي او ۶۰ سانتي مترو عرض لرونکی استنادي دېوال جوړ شوی دی.نوموړي زیاته کړې، چې همدارنګه د اوبو لګولو ۲۸۰ متره کانال جوړ او ۸۰۰ متره نور هغه یې پاک شوی دی.د یادو چارو ټول لګښت ۵ میلیونه، ۵۴۳ زره ۵۳۷ افغانۍ ښودل شوی، چې د کار په جریان کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.یاده پروژه د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۸مه بشپړه شوې، چې ورسره به د سیمې کروندګرو ته د اوبو په برخه کې اسانتیاوې برابرې او د کرنې په وده کې مهم رول ولوبوي.

Quick facts

Locationزابل
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-07-30 09:12:25

Timeline

  1. Bakhtar

    زابل کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه دوه پروژې بشپړې شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-30 06:24:03

زابل کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه دوه پروژې بشپړې شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button