Summary: د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي، چې د بغلان د غوري سمنټو تولیدي فابریکې ورځنی تولید له ۱۵۰ ټنو څخه ۷۰۰ ټنو ته لوړ شوی، چې د کورني تولید د ودې او د هېواد د صنعتي سکټور د پیاوړتیا په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي. د یاد شرکت ویاند نبي الله ارغندیوال باختراطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې د تولید د زیاتوالي ترڅنګ د غوري سمنټو کیفیت هم ښه شوی او اوس له بهرنیو لوړ کیفیته وارداتي سمنټو سره د سیالۍ وړتیا لري.د مسوولینو په وینا، دا مهال په غوري سمنټو فابریکه کې ۷۵۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې او تولید شوي سمنټ یې د هېواد په لویو رغنیزو پروژو کې کارول کېږي.د یادې فابریکې انجنیر محمد رامین سلطان پور اژانس سره په خبرو کې دا هم ویلي، چې په کور دننه د تولیدي کارخونو جوړېدل د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د زیاتوالي او د ځان بسیاینې پر لور مهم ګام بلل کېږي.نوموړي زیاته کړې، اوسمهال د غوري سمنټو دوه فابریکې فعالې او د درېیمې هغې د جوړولو چارې هم په چټکۍ روانې دي.د هغه په خبره د درېیمې فابریکې له بشپړېدو وروسته به د غوري سمنټو د تولید ورځنی ظرفیت ۵ زره ټنو ته پورته شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
بغلان کې د غوري سمنټو فابریکې ورځنی تولید ۷۰۰ ټنو ته پورته شو
Sources
Afghan sources
بغلان کې د غوري سمنټو فابریکې ورځنی تولید ۷۰۰ ټنو ته پورته شو