په جوزجان ولایت کې له پاکستانه یو شمېر اخراج شوي او راستانه شوي افغان کډوال وایي چې هېواد ته له بېرته راستنېدو وروسته له سترو اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ شوي دي. دوی وایي چې د کاري فرصتونو نشتوالي، د څښاک د پاکو اوبو کمښت او د مناسبې سرپناه نه شتون د دوی ژوند ډير سخت کړی دی. له پاکستانه دا را ایستل شوي افغانان زیاتوي چې د څو میاشتو په تېرېدو سره تر اوسه له هېڅ ډول حیاتي او اړینو مرستو څخه نه دي برخمن شوي. د جوزجان یو ګوښې ته راغلی افغان کډوال ۳۲ کلن محمد داوود چې له پاکستانه په زور ایستل شوی دی وايي:«هېواد ته له بېرته راستنېدو راهیسې تر ډېره نه دی توانېدلی چې کار پیدا کړي او د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.» دی چې په خپله، مېرمن او زوی یې ناروغان دي، وایي چې کله نا کله د خپلې کورنۍ د درملنې د لګښتونو د ورکړې توان هم نه لري. محمد دواد وايي:«مېرمن او زوی مې دواړه عملیات شوي او اوس هم ناروغان دي. پیسې نه لرو چې درملنه یې وکړم. که هغوی ډاکټر ته یوسم، یو یا دوه زره افغانۍ غواړي؛ زه ان سل روپۍ هم نه لرو. دلته کار او غریبي نشته، زه هم دلته نابلده…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
جوزجان ته راستانه شوي کډوال: له سختو اقتصادي ستونزو او د اسانتیاوو له نشتوالي ځورېږو | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
جوزجان ته راستانه شوي کډوال: له سختو اقتصادي ستونزو او د اسانتیاوو له نشتوالي ځورېږو | آمو ټلویزیون