EconomyKabulافغانستاندری

مرستندویه موسسو سېلاب‌ځپلو ته د مرستو رسولو د چټکولو ژمنه وکړه — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-30 11:32:06🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۵): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر له کورنیو او نړیوالو مرستندویه موسسو وغوښتل چې سېلاب‌ځپلو سیمو ته خپلې بېړنۍ مرستې چټکې کړي؛ د دغو موسسو استازو هم ژمنه وکړه چې له یادې ادارې سره په همغږۍ به زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو لړۍ ګړندۍ کړي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې له ۶مې نېټې راهیسې د هېواد په کچه د سختو بارانونو، توپان، سېلابونو، د غره ښویېدنې او نورو پېښو له امله ۳۵۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۴۳۶ نور ټپيان شوي او څه باندې ۲۳۰۰ کورونه په بشپړ او څه باندې اته زره کورونه په نیمه ډول ویجاړ شوي دي. په دغو پېښو کې کرنیزو مځکو ته هم زیانونه اوښتي دي. د وروستیو سیلابونو له امله تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله او زیانونه نورستان کې اوښتي. چارواکي وایي، هلته ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۸۵ کسان ټپیان شوي او ۱۳۵میلیون ډالره زیان رسېدلی دی. له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې نن (د زمري اتمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې ادارې لوی ريیس ملا نورالدین ترابي د وروستیو سېلابونو له امله د بېړني غبرګون او زیانمنو کورنیو ته د چټکې رسېدنې په موخه د نړیوالو او کورنیو مرستندویه موسسو او همکارو بنسټونو له استازو سره د همغږۍ غونډه وکړه….

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-30 11:32:06

خط زمانی

  1. Pajhwok

    مرستندویه موسسو سېلاب‌ځپلو ته د مرستو رسولو د چټکولو ژمنه وکړه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-30 15:59:27

مرستندویه موسسو سېلاب‌ځپلو ته د مرستو رسولو د چټکولو ژمنه وکړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button