د پاکستان د بلوچستان ایالت د تمپ ولسوالۍ په ناصراباد سیمه کې د شپږو کارګرو مړي موندل شوي دي. د ځایي چارواکو په وینا؛ په وژل شویو کسانو کې څلور د پنجاب او دوه نور د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي وو. دغه اقدام داسې مهال کېږي، چې د ایران د جګړو له امله د امریکا د وسلو د زېرمو د کمښت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د امریکا پوځ ویلي، دغه نوی قرارداد د تېر اپرېل میاشتې یو کلن او ۴.۷ مېلیارد ډالري تړون پراخوي او په اووه کلن تړون یې بدلوي. د دغه تړون له مخې به د ۲۰۲۶ مالي کال څخه تر ۲۰۳۲کال پورې د پاټریوټ توغندیو د څو کلن پېر پروګرام عملي شي. د پنټاګون مذاکره کوونکي هڅه کوي، چې له دفاعي قراردادیانو څخه د وسلو د تولید د چټکتیا غوښتنه وکړي. د ډونالډ ټرمپ ادارې هم له دفاعي شرکتونو غوښتي، چې د ونډهوالو د ګټې د وېش پر ځای د تولید زیاتولو ته لومړیتوب ورکړي.ټرمپ په همدې موخه یو اجراییوي فرمان هم لاسلیک کړی؛ څو هغه شرکتونه وپېژندل شي چې د حکومت د سپارښتنو په پوره کولو کې کمزوری فعالیت لري. خو د دفاعي صنعت چارواکي وایي، سره له دې چې له دغه پروګرامونو هرکلی کوي؛ خو د امریکا کانګرس باید لومړی اړینه بودجه تصویب کړي، څو دوی وکولای شي د پرزو او تولیدي ظرفیتونو په…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
بلوچستان کې د تښتول شویو شپږو کارګرو مړي موندل شوي
سرچینې
Afghan sources
بلوچستان کې د تښتول شویو شپږو کارګرو مړي موندل شوي