Kabulافغانستانامنیتدری

بلوچستان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-31 02:37:01🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۵): په بلوچستان کې د ډبرو سکرو په یوه کان ګې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۱ کان‌کیندونکي مړه شوي او ۲۵ نور نادرکه دي. رویټرز د یوه سیمه‌ییز چارواکي په حواله راپور ورکړی چې دغه چاودنه د پنجشنبې په ورځ شوې او له امله یې د کان یوه برخه نړېدلې ده. د بلوچستان د کانونو او معدني پراختیا وزیر شعیب نوشېرواني ویلي، د چاودنې پر مهال ۳۶ کسان د کان په نړېدلې برخه کې موجود وو. د هغه په وینا، د پنجشنبې تر ناوخته ۱۱ کسان مړه شوي وو او ۲۵ نور لا هم نادرکه وو. تر اوسه د چاودنې د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-31 02:37:01

خط زمانی

  1. Pajhwok

    بلوچستان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۱۱ کسان مړه شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-31 07:06:39

بلوچستان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۱۱ کسان مړه شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button