EconomyKabulافغانستاندری

افغان او قرغز چارواکو د ګډو څېړنو او سیمه‌ییزې همکارۍ پر دوام خبرې… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-31 05:37:24🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز وایي، د دغه مرکز رییس د قرغزستان د ستراتیژیکو نوښتونو د ملي انسټیټیوټ له رییس سره د دواړو هېوادونو د څېړنیزو بنسټونو ترمنځ د تجربو د تبادلې، سیمه‌ییزو تحولاتو او متقابلو ګټو په اړه خبرې کړي دي. یاد مرکز تېره شپه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس ډاکتر عبدالحی قانت، په بشکیک کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني په ملتیا د قرغزستان د ولسمشر تر مشرۍ لاندې د ستراتیژیکو نوښتونو د ملي انسټیټیوټ له رئیس عادل بېک اوولو شومکار بېک، سره کتلي. سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، علمي او څېړنیزو همکاریو د پراختیا، د دواړو هېوادونو د څېړنیزو بنسټونو ترمنځ د تجربو د تبادلې، سیمه‌ییزو تحولاتو او د متقابلو ګټو په اړه خبرې شوې دي. سرچینه زیاتوي په دې لیدنه کې قانت په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو، د اسلامي امارت د بهرني سیاست، اقتصادي همکاریو او علمي اړیکو د پیاوړتیا په اړه معلومات وړاندې کړي او د ګډو څېړنو او ستراتیژیکو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی. دغه مرکز لیکلي، په یاده لیدنه کې عادل شومکار بېک د افغانستان او قرغزستان ترمنځ له علمي، اقتصادي او فکري همکاریو ملاتړ څرګند کړ او د څېړنیزو مرکزونو ترمنځ یې…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-31 05:37:24

خط زمانی

  1. Pajhwok

    افغان او قرغز چارواکو د ګډو څېړنو او سیمه‌ییزې همکارۍ پر دوام خبرې وکړې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-31 10:06:42

افغان او قرغز چارواکو د ګډو څېړنو او سیمه‌ییزې همکارۍ پر دوام خبرې وکړې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button