Kabulافغانستانامنیتپښتو

بښنې نړیوال سازمان له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د افغان کډوالو ایستل ودروي — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-31 14:23:23🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۹ اسد ۱۴۰۵): بښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنر او د دغې ټولنې د غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو ته په یوه پرانیستي لیک کې له هغوی غوښتي چې افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو پلانونه او د هغوی د بېرته منلو په برخه کې له اسلامي امارت سره هر ډول همکاري ودروي. د دغه لیک له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۳مه د طالبانو د چارواکو یوه پلاوي د لومړي ځل لپاره بروکسل ته سفر وکړ او د اروپايي کمېسیون او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره یې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او منلو په برخه کې پر تخنیکي همکاریو خبرې وکړې. بښنې نړیوال سازمان لیکلي چې دغه لیدنه د اروپايي کمېسیون په بلنه، د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې کابل ته د دغه بنسټ د چارواکو له سفر او د اروپايي ټولنې د ۱۹ غړو هېوادونو او ناروې له هغې غوښتنې وروسته ترسره شوه چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر دې چټک شي. یاد سازمان اندېښنه څرګنده کړې چې اروپايي ټولنه او غړي هېوادونه یې، په افغانستان کې د شته ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو، بښنې نړیوال سازمان او نورو بشري حقونو بنسټونو له پراخو راپورونو سره سره، لا هم د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د ګډ کار…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-31 14:23:23

مهالوېش

  1. Pajhwok

    بښنې نړیوال سازمان له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د افغان کډوالو ایستل ودروي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-31 18:52:13

بښنې نړیوال سازمان له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د افغان کډوالو ایستل ودروي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button