قزاقستان د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او مې میاشتو ترمنځ د تېر کال د همدې مودې په پرتله د څارویو او چرګانو صادرات ۱،۷ برابره زیات کړي دي. قزاقستان په دې موده کې ۱۲۹ اسونه چین، ۸۱ اسونه افغانستان او ۶۲ اسان اذربایجان ته صادر کړي دي. د ازبکستان د ترانسپورټ وزارت د لومړي مرستیال وزیر مامانبي عمراوف په مشرۍ د دواړو هېوادونو د ترانسپورټي ادارو د استازو دوه اړخیزه غونډه د ازبکستان په ترمذ ښار کې شوې ده. په غونډه کې د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت استازو هم ګډون کړی و. د یاد هېواد د ټرانسپورټ وزارت په وینا، په خبرو کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ځمکنیو نړیوالو بار وړونکو ترانسپورټي خدماتو د لا پراختیا، د دواړو هېوادونو د باروړونکو لپاره د برابر او مناسب چاپېریال رامنځته کولو، په افغانستان کې د ازبکستاني باروړونکو پر فیسونو د بیاکتنې او د فیسونو د ټاکلو په اړه بحث شوی دی. دواړو لوریو ټینګار کړی، چې فیسونه باید د متقابلې ګټې او برابرۍ پر اصولو ولاړ وي. ازبکستاني رسنۍ وايي، په غونډه کې د ازبکستاني او افغان باروړونکو شرکتونو وړاندیزونه او ستونزې هم واورېدل شوې. پاکستاني محصلانو په کابل کې د خپل هېواد له سفارت څخه غوښتي چې د تورخم بندر له لارې پاکستان ته د دوی د بېرته تګ زمینه برابره کړي. دغو محصلانو د جولای…
Quick facts
Timeline
-
AF International
قزاقستان سږ کال په پنځو میاشتو کې افغانستان ته په لسګونو اسان صادر کړي
Sources
Afghan sources
قزاقستان سږ کال په پنځو میاشتو کې افغانستان ته په لسګونو اسان صادر کړي