Summary: د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست مسوولینو ویلي، چې نن د شدیدو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. یاد ریاست باختر اطلاعاتي اژانس ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د جلالاباد ښار د اتمې ناحیې اړوند د بهسودو دامان په سیمه کې ۱۳ استوګنیز کورونه په بشپړ ډول وېجاړ او نږدې ۵۰ نور قسمي زیانمن شوي، چې ورسره یو شمېر عامه تاسیسات هم له منځه تللي دي. د خبرپاڼې له مخې، د غنيخېلو ولسوالۍ د مارکو بازار ته نږدې د سیدالرحمن فارم په سیمه کې د یوه استوګنیز کور د چت پرېوتو له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي. د مسوولینو په وینا، د مهمندرې ولسوالۍ په هزارناو سیمه کې هم ناڅاپي سېلابونو څه باندې ۲۰ کورونه، دوکانونه او عامه تاسیسات ویجاړ کړي دي. د یاد ریاست مسوولینو زیاته کړې، چې د زیانمنو سیمو د ارزونې، د زیانونو د تثبیت، د اغېزمنو کورنیو سروې او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د معلومولو چارې پیل شوې دي، ترڅو زیانمنو کورنیو ته پر وخت بېړنۍ مرستې ورسول شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
ننګرهار کې د سېلابونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي
منابع
Afghan sources
ننګرهار کې د سېلابونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي