د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو د عامو اړیکو څانګې (آی اېس پی آر) مشر احمد شریف چودري په یوه تازه خبری غونډه کې پر افغان طالبانو د خپلو مستقیمو تورونو په دوام ادعا کړې ده چې د هغوی ټول نظام، اقتصاد، بقا او حتی بهرنی سیاست د ترهګریزو تحرکاتو په وسیله پر مخ وړل کېږي. د پوځ ویاند وویل چې د افغان طالبانو د رژیم اصلي مصروفیت او لومړنۍ سوداګري ترهګري ده او په وینا یې، د دغې پدیدې له لارې خپله سرپرستي، مالي سرچینې، واکمني او خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې ساتي. هغه د هند او افغانستان د اړیکو په اړه په جنجالي لحن زیاته کړه: «د هند او افغانستان ترمنځ له ډي ان اې پرته بل څه مشترک دي؟ یوازینی مشترک شی ترهګري ده.» احمد شریف چودري ادعا وکړه چې په ۲۰۲۶ کال کې د ثبت شویو ۲۸ ځانمرګو بریدونو ډېره برخه د افغان اتباعو او هغوی پورې د تړلیو عناصرو لخوا شوې ده. د پوځ د ادعا له مخې، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د نښتو او ناامنیو مهم عامل له ډیورنډ کرښې هاخوا په افغانستان کې د دغو وسلهوالو ډلو لپاره د ډاډمنو اډو او پټنځایونو شتون دی. د آی اېس پی آر مسؤل د ارقامو په خپرولو سره وویل چې روان کال په ټول پاکستان کې ۳ زره و ۱۴۵ امنیتي پېښې شوې دي، چې ۱…
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
د پاکستان پوځ: د افغان طالبانو دیپلوماسي او اقتصاد پر ترهګرۍ ولاړ دی | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
د پاکستان پوځ: د افغان طالبانو دیپلوماسي او اقتصاد پر ترهګرۍ ولاړ دی | آمو ټلویزیون