EnglishPoliticsافغانستاننیمروز

نیمروز کې له اوونيو هڅو وروسته د ۱۴ لارویانو مړي موندل شوي -… — Bbc

DevelopingPoliticsنیمروز1 SourcesUpdated: 2026-07-31 21:24:24🎙 Listen to radio

د افغانستان په سوېل لوېدیځ کې د نیمروز د والي ویاند، متوکل توحیدي، بي‌بي‌سي ته تایید کړې ده چې د ۱۴ افغانانو مړي چې ایران ته پر لاره وو، پرون د مارګو دښتې د (لالو) شګلنه بیدیا کې موندل شوي دي. د ښاغلي توحیدي په وینا، دا کسان د بادغیس ولایت اوسېدونکي وو. هغه وویل چې د سیمې د لرې والي له امله، مړي تر اوسه د دې ولایت مرکز ته نه دي لېږدول شوي او دا چې له لېږدونې وروسته به د هغوی کورنیو ته وسپارل شي. د نیمروز د والي ویاند زیاته کړه چې په سخته تودوخه کې او تر شګو لاندې د اوږدې مودې لپاره د مړیو د پاتې کېدو له امله، د هغوی پېژندنه په اسانۍ شونې نه برېښي. له دې سره سره، سیمه ییز چارواکي هڅه کوي چې د قربانیانو هویت کې له کورنیو سره مرسته وکړي. د هغه په وینا، دا ۲۰ کسیزه ډله په یوه ټیوټا موټر کې روانه وه چې په لاره کې یې موټر تخنیکي ستونزه پیدا کړې وه، له هغه وروسته چلوونکی له یوه بل کس سره یوځای د خوړو او د موټر د جوړولو لپاره د اړینو وسایلو د راوړلو په موخه له ډلې جلا شوی و. ښاغلي توحیدي وویل چې د سختې دوړې او ګردونو له امله، دغو دوو کسانو د بېرته راستنېدو پر مهال ونه توانېدل نور…

Quick facts

Locationنیمروز
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-07-31 21:24:24

Timeline

  1. Bbc

    نیمروز کې له اوونيو هڅو وروسته د ۱۴ لارویانو مړي موندل شوي – BBC News پښتو

Sources

External sources

BbcPS
2026-07-31 13:49:59

نیمروز کې له اوونيو هڅو وروسته د ۱۴ لارویانو مړي موندل شوي – BBC News پښتو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button