کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۵): اوکرایني چارواکي وایي، د دغه هېواد پر پلازمېنې د روسیې د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د پراخو شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۹ کسان مړه او ۲۲ ملکي وګړي ټپیان شوي دي. اسوشیټېډ پرېس د اوکرایني چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په دغو بریدونو کې د کییف ښار په «سولومیانسکي» ولسوالۍ کې یوه پنځه پوړیزه استوګنیزه ودانۍ د توغندي د پاتې شونو د لګېدو له امله زیانمنه شوې او اور پکې لګېدلی دی. سرچینې لیکلي چې ژغورونکو د دې ودانۍ له لوړو پوړونو ۳۵ کسان ژغورلي، خو دوه کسان مړه شوي او د دوو ماشومانو په ګډون اته نور ټپیان دي. اوکرایني چارواکو ویلي چې د «دارنیتسکي» ولسوالۍ په بریدونو کې هم کورونه، موټرونه، اداري او غیر استوګنیزې ودانۍ سوځېدلې او ویجاړې شوې دي، چې له امله یې اووه کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوروژونکو د «شوچنکیفسکي» ولسوالۍ په یوه غیر استوګنیزه ودانۍ کې لګېدلی اور مهار کړی، خو چارواکو په بله ودانۍ کې د خلکو د بند پاتې کېدو د لومړنیو راپورونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. دغه برید یوازې دوه ورځې وروسته له هغه شوی چې د راپورونو له مخې، د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د روسیې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په پراخو بریدونو کې لږ تر…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
پر کییف د روسیې بریدونو کې لږ تر لږه ۹ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي
Sources
Afghan sources
پر کییف د روسیې بریدونو کې لږ تر لږه ۹ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي