کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د ازبکستان د تخنیکي مقرراتو ادارې رئیس د دغه شرکت له اجرائیوي عمومي رئیس سره په لیدنه کې د برېښنا شرکت د تخنیکي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د تجهیزاتو د کالیبراسیون، د تخصصي روزنیزو پروګرامونو د جوړولو او د ګرځنده لابراتوارونو د برابرولو په برخو کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی. د افغانستاتن برېښنا شرکت نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه شرکت اجرائیوي عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار ازبکستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د وزیرانو شورا اړوند د تخنیکي مقرراتو ادارې له رئیس اکمل جومانظروف سره لیدلي او خبرې یې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په دې لیدنه کې د برېښنا په برخه کې پر تخنیکي معیارونو، د ازمایښتي لابراتوارونو د ظرفیت لوړولو، د نړیوالو معیارونو پر پلي کولو او د تخنیکي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې راغلي چې د برېښنا شرکت پلاوي د دغې ادارې له پرمختللو لابراتوارونو، د کالیبراسیون مرکزونو (د ټاکلو معیارونو له مخې د تجهیزاتو د دقت سنجول او عیارول) او د برېښنايي تجهیزاتو د ازموینې له بهیر څخه هم لیدنه کړې ده. د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د دغه شرکت اجرائیوي عمومي رئیس د ازبکستان د تخنیکي مقرراتو له ادارې غوښتي چې د نړیوالو معیارونو له مخې د برېښنا…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
برېښنا شرکت او د ازبکستان د تخنیکي مقرراتو ادارې د تخنیکي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
Sources
Afghan sources
برېښنا شرکت او د ازبکستان د تخنیکي مقرراتو ادارې د تخنیکي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ