Healthافغانستاندریزابل

د زابل په شملزو ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړېږي — Bakhtar

در حال تکمیلHealthزابل1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-01 09:27:13🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ په مرکز کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۰ بستریز معیاري روغتون د رغولو چارې پیل شوې. د زابل د عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان د ولایت روغتیايي خدمتونو د وضعیت، اړتیاوو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د پروژې پر اهمیت یې خبرې وکړې.په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي وویل، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د تګلارې له مخې به د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې معیاري روغتونونه جوړشي.نوموړي زیاته کړې، چې د شملزو ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون به په څلورو تخصصي څانګو او ټولو اړینو ملحقاتو سمبال وي او چارې به یې د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. هغه همدارنګه د زابل ولایتي روغتون د پیاوړتیا او په ولایت کې د نورو روغتیايي پروژو د عملي کېدو ژمنه وکړه.د یادونې وړ ده، چې د شملزو ولسوالۍ ترڅنګ د زابل په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د روغتونونو او روغتیايي کلینیکونو د جوړولو چارې روانې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانزابل
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-01 09:27:13

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د زابل په شملزو ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړېږي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-01 08:43:18

د زابل په شملزو ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button