د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر مرکزي ښار مظفراباد کې د ممنوع بلل شوې جمو کشمیر جوائنټ عوامي ایکشن کمېټې تنظیم د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله یو کس وژل شوی دی. د پولیسو په وینا، په دې پېښه کې د دوی دوه سرتېري هم ټپیان شوي دي. د ځايي ادارې یوه چارواکي بي بي سي ته وویل وژل شوی کس یو لاروی و. خو د عوامي ایکشن کمېټې غړي سردار تنویر ادعا کړې چې وژل شوی سړی د دوی د تنظیم غړی و او د ډزو له امله وژل شوی دی. هغه زیاته کړې چې د پولیسو د اوښکې بهوونکو ګازونو له امله د تنظیم درې نور فعالان هم ټپیان شوي دي. د جمعې په ورځ د مظفراباد د لوئر پلیټ، چهله بانډې او اپر اډې په ګډون د ښار په ګڼو سیمو کې احتجاجونه شوي. د دې لاریونونو پر مهال مظاهره کوونکو په نژدې راولاکوټ سیمه کې د پولیسو د عملیاتو او کړنو پر ضد شعارونه ورکړل. بلخوا پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي چې په مظفراباد کې د ګډوډۍ پر مهال دوه پولیس افسران ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا، پر دغو افسرانو د ''شرخوښو عناصرو'' له خوا برید شوی و. د ځایي خبریال فرحان طارق په وینا، وژل شوی کس ۳۰ کلن معید راټهور و. د هغه د جنازې لمونځ د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bbc
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په مرکز مظفراباد کې هم احتجاجونه شوي – BBC News پښتو
منابع
External sources
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په مرکز مظفراباد کې هم احتجاجونه شوي – BBC News پښتو