کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۵): د کابل امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو ۱۶ تنه د کورونو د غلا په تړاو نیولي او یاد کسان د غلا پر مهال د یوه کور د دوو غړو پر وژلو او د یوه بل پر ټپي کولو هم تورن دي. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د کابل امنیه قوماندانۍ اړوند اتمې حوزې امنیتي ځواکونو هغه شپاړس کسیزه بانډ نیولی، چې د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې د هېوادوالو له کورونو څخه غلاوې کولې. هغه لیکلي: «یادو مظنونینو د اتمې حوزې د بنيحصار په سیمه کې د یوه کور څخه د غلا پر مهال دوه تنه د یاد کور غړي په شهادت رسولي او یو بل تن یې ټپي کړی و.» ځدران زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو د چټک اقدام په پایله کې یاد کسان له دوو موټرو او پنځو تومانچو سره نیول شوي دي. هغه وایي چې نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
ځدران: کابل کې د وسلهوالو غلو ۱۶ کسیز بانډ نیول شوی
Sources
Afghan sources
ځدران: کابل کې د وسلهوالو غلو ۱۶ کسیز بانډ نیول شوی