سندرېشعرونه

له اشنا سره کاته غواړم چې وشي – د دروېش دراني غزل د کرن خان په غږ کې

له اشنا سره کاتهٔ غواړم چې وشي

کېدی نه شي، مګر زهٔ غواړم چې وشي

چې د ښکلو پام وماته هم راواوړي

په دې اړه څه ناڅه غواړم چې وشي

دا چې نه غواړم راتګ ستا خونو دلته

هغه کېږي چې زه نه غواړم چې وشي

په لېمو خو مو ډير څه سره بيان کړل

څه خبرې اوس په خولهٔ غواړم چې وشي

اشنا وايي يو باران د تېرو غشو

ای دروېشه! ستا په زړهٔ غواړم چې وشي

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button