سندرې

وخت مې نه تېرېږي – ښکلې سندره د فلک ناز مروت په غږ

وخت مې نه تېرېږي چې تا نه وینم

زړه مې نه صبرېږي چې تا نه وینم

اوښکې مې بهېږي د باران په څېر

اور په ما بلېږي چې تا نه وینم

تور مې د لېمو درپسې سپین شولو

سترګې مې ړندېږي چې تا نه وینم

ستا ښایسته سترګو ته ګل وخندل

مخ مخ ته کېږي چې تا نه وینم

زړه د بهلول ستا په یاد پوره غمګین

نیم نه پاتې کېږي چې تا نه وینم

اړوندې مقالې

Back to top button